کابل ټریبون - د طالبانو ستره محکمه وایي چې د یوې ښځې په ګډون، پنځه تنه په بدخشان او زابل ولایتونو کې د «الکولي مشروباتو د لېږد او پلور» او «له کوره د تېښتې» په تور په دُرو وهل شوي دي.
سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د کب په۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې درې تنه د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ کې د «الکولي مشروباتو د لېږد او پلور» په تور په دُرو وهل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، د بدخشان د طالبانو ابتدائیه محکمې یاد کسان هر یو په دوه کاله تنفیذي بند او د ۳۹ دُرو پر وهلو محکوم کړي وو، چې دا حکم د سترې محکمې له تأیید وروسته په عام محضر کې پلی شوی دی.
په جلا اعلامیه کې سترې محکمې ویلي چې د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ کې هم دوه تنه، د یوې ښځې په ګډون، «له کوره د تېښتې» په تور په دُرو وهل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، د زابل ابتدائیه محکمې دغو کسانو ته له څلورو تر پنځو کلونو تنفیذي بند او ۳۹ دُرو وهلو سزا ورکړې وه، چې دا حکم هم د سترې محکمې له تأیید وروسته پرې عملي شوی دی.