کابل ټریبون - د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي ویلي چې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو حقونه رعایت شي او هغوی باید د دغه هېواد په راتلونکي کې بشپړ رول ولري.
هغه د سېشنبې په ورځ (د کب په ۱۹مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې برېټانیا لا هم د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده.
د لیندسي په وینا، برېټانیا تل د طالبانو له لوري پر ښځو د زیاتېدونکو محدودیتونو او ځپلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
لیندسي ټینګار کړی چې برېټانیا به د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي او لا هم داسې سولهییز افغانستان ته ژمنه ده چې پهکې ښځې په ټولنه کې په بشپړه توګه حضور او ګډون ولري.