دغې محکمې د شنبې په ورځ (د کب په ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بلخ ولایت کې یو کس د «نامشروع اړیکې او زنا» په تور پر ۳۵ دُورو محکوم شوی و، چې د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته پرې تطبیق شوې.
د طالبانو سترې محکمې په جلا اعلامیه کې زیاته کړې چې په نیمروز ولایت کې یو بل کس هم د «غلا» په تور پر درېیو کلونو بند او ۳۰ دُرو وهلو محکوم شوی و، چې د دغې محکمې له تایید وروسته پرې سزا پلې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څو ځله بدني سزاوې، لکه د دُرو وهل، عملي کړي دي؛ هغه اقدام چې تل د بشري حقونو بنسټونو له لوري تر نیوکو لاندې راغلی دی.