Search

ملګري ملتونه: افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې په‌کې له زده‌کړو محرومې دي

News image
16 کب 1404 - 16:48
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په‌کې ښوونځیو ته له تګه منع شوې دي.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ (د کب په ۱۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغو محدودیتونو له امله په افغانستان کې مېلیونونه نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له حقه محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دا وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي او لا هم د بدلون امکان شته، که نړۍ دا ونه مني چې د نجونو راتلونکی ترې واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې پنځه کاله کېږي طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له دوامه منع کړې دي.