Search

د ناروې د کډوالو شورا: زده ‌کوونکي او ملکي وګړي باید په جګړو کې هدف ونه ګرځي

News image
15 کب 1404 - 17:43

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو له امله په خوست ولایت کې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې د ۲۱ درسي ټولګیو فعالیتونه درېدلي او د ۶۲۰ څخه د زیاتو زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر ګډوډ شوی دی.

دې بنسټ د جمعې په ورځ، د کب ۱۵مه په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي چې زده‌کړه، زده‌کوونکي او ملکي وګړي باید د جګړو هدف ونه ګرځي.

د ناروې د کډوالو شورا د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جګړو زیاتېدو له امله ماشومان نه شي کولی په خوندي ډول ښوونځیو ته ولاړ شي.

یاد بنسټ د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید د ماشومانو د خوندي بېرته ستنېدو لپاره خپلو درسي ټولګیو ته لازم شرایط برابر شي.