Search

ریچارد بېنټ په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

News image
14 کب 1404 - 17:12
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان لپاره، ریچارد بېنټ، ویلي چې په ایران کې د مېشتو مېلیونو افغان کډوالو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري؛ هغه کډوال چې ډېری یې په حاشیوي شرایطو کې، له قانوني اسنادو او ټولنیز ملاتړ پرته ژوند کوي.

بېنټ د پنجشنبې په ورځ( د کب په ۱۴مه) په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې په دغو کډوالو کې یوازې ښځې هم شته، چې لا له زیاتو زیان‌منونکو حالتونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې د تاوتریخوالي کمول او د ښکېلو لورو ځواب‌ویلو ته ژمنتیا لومړیتوب لري، او ټینګار یې کړی چې جګړه د حل لار نه‌ده؛ بلکې شته ستونزې لا پسې زیاتوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه غندلي وو.

د ایران، اسراییل او هغو هېوادونو ترمنځ چې د امریکا پوځي اډې په‌کې شته، د نښتو زیاتوالی په داسې حال کې دوام لري چې په ایران کې مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي.