Search

ولکر تورک: د ښځو او نجونو حذفول افغانستان له ودې او سوکالۍ څخه محروموي

News image
7 کب 1404 - 21:59
کابل ټربيون - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر تورک، وايي چې افغانستان د ښځو او نجونو له ګډون پرته ثبات او سوکالۍ ته نه شي رسېدای.

تورک د پنجشنبې په ورځ( د کب په۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وويل چې طالبان بايد ټول تبعيضي فرمانونه، قوانين او تګلارې لغوه کړي، څو ښځې او نجونې وکولای شي په مساوي ډول منځنيو او لوړو زده‌کړو، روغتيايي خدمتونو او کاري فرصتونو ته لاسرسی ولري.

هغه له طالبانو وغوښتل هغه تګلارې بدلې کړي چې د ده په وينا د «هېواد د نيمايي نفوس حذف» ته لار هواروي.

نوموړي همداراز له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو او بشردوستانه بنسټونو د فعاليتونو پر وړاندې د خنډونو له جوړولو لاس واخلي او ښځو ته، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکو ته، اجازه ورکړي چې له محدوديته پرته د ملګرو ملتونو دفترونو او اړوندو ځايونو ته لاسرسی ولري.

دغه د ملګرو ملتونو چارواکي ټينګار وکړ چې طالبان بايد د اعدام سزا او د دُرو وهلو مجازات پای ته ورسوي او خپل‌سري نيول او بندي کول ودروي.

ورته مهال، تورک زياته کړه چې طالبان بايد د نړۍوالو معيارونو سره سم، ټولو وګړو ته د عادلانه محاکمې تضمينونه برابر کړي.

هغه همداراز له طالبانو وغوښتل چې د بيان ازادۍ ته درناوی وکړي، پر رسنيو لګېدلي محدوديتونه لرې کړي او سانسور ته د پای ټکی کېږدي.