د هغه په وينا، طالبان د ښځو او نجونو بنسټيز حقونه په ټولو برخو کې تر پښو لاندې کوي، او دا بهير داسې کچې ته رسېدلی چې د بشريت پر وړاندې د جرم بېلګه کېدای شي.
نوموړي زياته کړه چې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې افغانستان له يو لړ سختو حالاتو سره مخ شوی؛ له اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ او زلزلې نيولې تر دې چې شاوخوا ۲٫۵ مېليونه کډوال له ګاونډيو هېوادونو بېرته راستانه شوي، چې ټول فشارونه یې زيات کړي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو فشارونه زيات کړي، څو محدوديتونه لغوه او د افغانستان د خلکو پر وړاندې تبعيضي تګلارې پای ته ورسېږي.