Search

ثريا دليل: د افغان ښځو ملاتړ بايد هدفمن او د حساب‌ورکونې پر بنسټ وي

News image
7 کب 1404 - 18:17

کابل ټربيون - د افغانستان د تېر حکومت د عامې روغتيا پخوانۍ وزيرې، ثريا دليل، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره درې مشخص وړانديزونه وړاندې کړل.

هغې ټينګار وکړ چې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ بايد په نړۍواله کچه لا پياوړی انعکاس ومومي، بشردوستانه مرستې بايد د خلکو پر محور ولاړې پاتې شي، او هدفمند اقدامات بايد د بشري حقونو د سرغړوونکو پر وړاندې د فردي حساب‌ورکونې سره يو ځای تعقيب شي.

ثريا دليل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې په خپلې وينا کې وويل چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې بايد شرطونه روښانه او يو شان وي، او د نړۍوالې ټولنې هڅې بايد د ټينګو اصولو او د اندازه کېدونکو معيارونو پر بنسټ مخته يووړل شي.

د هغې په وينا، له اصولو ولاړ چلند او مشخصو معيارونو پرته به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو اغېزمن ملاتړ ممکن نه‌وي.