هغه ټینګار کړی چې د طالبانو تبعیضي او د ښځو ضد تګلارې په سیستماټیک ډول د ښځو د روغتیا حق نقضوي.
په راپور کې راغلي چې د نړۍوالو مرستو پراخ کمښت روان بحران لا پسې ژور کړی، د ژوند ژغورنې پروګرامونه یې کمزوري کړي او د افغانستان له مخکې ستړی روغتیايي سیستم یې تر اضافي فشار لاندې راوستی دی؛ داسې چې دا وضعیت د ښځو او نجونو لپاره د روغتیا په برخه کې د بشري ناورین بڼه خپلوي او مېلیونونه کسان له بنسټیزو خدمتونو محروموي.
ریچارډ بېنټ د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د قربانیو ستاینه هم کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي سکتور له هغو لږو برخو څخه دی چې ښځې لا هم پهکې کار کولی شي.
د هغه په باور، د دغو کارکوونکو د خدماتو دوام د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او بېرته راګرځولو لپاره د نړۍوال ملاتړ بیړنۍ اړتیا څرګندوي.
راپور خبرداری ورکوي کهچېرې نړۍواله ټولنه بېړني او دوامداره اقدامات ونه کړي، افغانستان به له سمدستي، راټولو شویو او اوږدمهالو پایلو سره مخ شي؛ داسې پایلې چې نه یوازې د ښځو او نجونو حقونه زیانمنوي؛ بلکې د هېواد د روغتیايي سیستم پایښت هم له خطر سره مخ کوي او اغېزې به یې نسلونو ته وغځېږي.
د بېنټ په وینا، په افغانستان کې د روغتیا حق تضمین د ښځو، نجونو او د ټولو افغان وګړو د حقونو له تأمین پرته شونی نهدی.