Search

د بښنې نړۍوال سازمان: د پاکستان بریدونو کې د افغان ملکيانو مرګ‌ژوبله دې په بې پرې توګه وڅېړل شي

News image
5 کب 1404 - 19:48
کابل ټربیون - د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې ننګرهار ولایت کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري او ټینګار یې کړی چې دا پېښې باید په بشپړه، خپلواکه او بې‌پرې توګه وڅېړل شي.

یاد بنسټ د سې‌شنبې په ورځ( د کب په ۵مه) په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې دا لومړی ځل نه‌دی چې ملکي وګړي د زور د کارونې قرباني کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مخکیني راپور ته په نغوتې سره ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ په سرحدي نښتو کې لږ تر لږه ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو دغه بنسټ یو ځل بیا د شخړو له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې نړۍوالو قوانینو ته له خپلو ژمنو سره سم، د ملکي وګړو د زیان مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.