د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارد لیندسی، ویلي چې د ټولنیز عدالت تحقق د ښځو او نجونو د حقونو له ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ له خوندیتوب او د ټولنې د تر ټولو زیانمنو قشرونو له پاملرنې پرته ممکن نه دی.
هغه د ۱۴۰۴ لمریز کال د حوت په لومړۍ نېټه (جمعه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځې په مناسبت، هغه د هغو افغانانو ترڅنګ ولاړ دی چې د عدالت، انساني کرامت او برابرو فرصتونو لپاره هڅه کوي.
د فبرورۍ شلمه هر کال د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ دا ورځ د برابرۍ د ودې، د بشري حقونو د درناوي او په بېلابېلو ټولنو کې د ګډو مسوولیتونو د ټینګار لپاره ځانګړې شوې ده.
دا ورځ د نابرابریو د ارزونې، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو، د بنسټیزو ازادیو د خوندیتوب او د زیانمنو قشرونو پر وضعیت د ځانګړې پاملرنې فرصت بلل کېږي، څو ټولنیز عدالت او برابره زمینه د ټولو لپاره برابره شي.
خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې، ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو، لکه کار، زدهکړې او ازاد تګ راتګ، محرومې شوې دي.