Search

ریچارډ بېنټ د افغان ښځو او نجونو د روغتیايي حقونو راپور د بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي

News image
1 کب 1404 - 15:06

د افغانستان لپاره د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډبېنټویلي چې د خپلې وروستۍ پاکستان سفر وروسته د بشري حقونو شورا د ۶۱مې غونډې لپاره چمتووالی نیسي.

هغه جمعه د ۱۴۰۴ لمریز کال د حوت په لومړۍ نېټه پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې د ۱۴۰۴ کال د حوت په اوومه نېټه به خپل ځانګړی راپور د «افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق» په اړه وړاندې کړي.

بېنټ زیاته کړې چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د وروستیو اندېښمنو بدلونونو په اړه به شفاهي اعلامیه هم وړاندې کړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د زده‌کړې حق، د کار حق او پر مدني ازادیو د پراخو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه روان وضعیت د اندېښنې وړ، د لا خرابېدو په حال کې او د نړیوالو ژمنو ښکاره سرغړونه بللې ده.