Search

ریچارډ بېنټ او د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو خبرې کړي

News image
22 سلواغه 1404 - 21:12
کابل ټربیون - د افغانستان په چارو د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنټ سره کتلي او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د وروستیو تحولاتو په تړاو خبرې اترې کړې دي.

محمد صادق د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د اوسني بشري حقونو وضعیت او موجودو امنیتي مسایلو په تړاو نظرونه شریک کړي دي.

دا کتنه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له امنیتي او سرحدي اړخه ترینګلې شوې دي.