Search

طالبانو په زابل کې یو کس په دُرو وواه

News image
19 سلواغه 1404 - 18:09
د طالبانو سترې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د زابل ولایت په شاه‌جوی ولسوالۍ کې یو کس د «غلا» په تور په دُرو وهل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ابتدایه محکمې تور کس په دوه کاله بند او د ۲۰ دُرو په وهلو محکوم کړی و، چې دا حکم د طالبانو د سترې محکمې له خوا تایید او پر تورن کس پلی شو.

دا حکم نن (یکشنبې، د سلواغې په ۱۹) د محکمې له خوا پر تور کس اجرا شو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې زرګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عامه ځایونو کې په دُرو وهلي دي، چې دغه کار د بشري حقونو د سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.