کابل ټریبون - د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ګیل برټرانډ د اسلامي همکارۍ سازمان له ځینو چارواکو سره، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره، په افغانستان کې له طالبانو سره د رغنده خبرو دوام په اړه خبرې اترې کړې دي.
برټرانډ په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان له اوسني حکومت (طالبانو) سره د رغنده تعامل ساتلو هڅې، بشري او پراختیايي ننګونو ته د رسیدهګۍ، او همدارنګه د بشري حقونو په اړه اندېښنې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې د نړۍوالو بنسټونو ترمنځ خبرې اترې او همغږي د افغانستان د خلکو د اړتیاوو په اغېزمنه توګه ځواب ویلو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه د اندېښنو په هوارۍ کې بنسټيز اهمیت لري.