په اعلامیه کې ویل شوي یو کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د پانګونې د اندازې په پام کې نیولو سره د بهرنیو پانګوالو د اقامت موده په ځانګړو کټګوریو کې وټاکي او له هراړخیزې ارزونې وروسته خپل وروستی راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
په همدې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د «تیر» ټرانزیټي پروګرام د پیل او عملي پلي کولو موضوع هم مطرح شوه او د دقیقې ارزونې لپاره یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په ټاکلې موده کې خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په ځلونو ادعا کړې چې د هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره اقتصادي پروګرامونه او پراختیايي طرحې یې په لاس کې دي؛ خو منتقدین وايي چې د سیاسي مشروعیت نه شتون، نړۍوالو بندیزونو او محدودوونکو پالیسیو له امله دا پروګرامونه په هېواد کې د پام وړ اقتصادي اغېز نهدی لرلی.
هېوادوال هم د بېوزلۍ زیاتوالي، بې کارۍ او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله شکایت کوي.
بل لوري ته ملګرو ملتونو اعلان کړی چې نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بېړنیو بشري مرستو اړ دي او که دا مرستې دوام ونه مومي، په هېواد کې به بشري بحران نور هم ژور شي.