Search

طالبانو کابل کې څه باندې ۵۸۸ مېلیونه زاړه افغاني بانکنوټونه وسوځول

News image
13 سلواغه 1404 - 21:21
کابل ټربیون - د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان بانک وايي چې څه باندې ۵۸۸ مېلیونه او ۱۴۰ زره زاړه افغاني بانکنوټونه یې د پيسو په معاملو کې د اسانتیا په موخه او د بانکي طرزالعملونو له مخې له بازاره راټول کړي او د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې یې سوځولي دي.

دغه بانک د دوشنبې په ورځ( د سلواغې په ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو په ارزښتونو کې وو.

د خبرپاڼې له مخې، دا اقدام د اقتصادي راکړو ورکړو په اسانولو او د زړو بانکنوټونو په ځای د نویو اسکناسونو په راوړلو په موخه ترسره شوی دی.

د بانک مسوولانو ویلي چې بانک ژمن دی چې په دوامداره توګه زاړه او نامناسب بانکنوټونه له بازاره راټول کړي او په بدل کې یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي، ترڅو وګړي خپلې ورځنۍ معاملې له ستونزې پرته ترسره کړي.
طالبانو له خلکو غوښتي چې د افغانیو بانکنوټونو په سمه توګه کارولو کې همکاري وکړي ترڅو بانکنوټونه له ټاکل شوي وخت څخه وړاندې زاړه نه‌شي.