Search

د ۲۰ اوریزو سیالیو له نړۍوال جام څخه د بنګله‌دېش غیبت؛ د کرېکټ لپاره غمجنه شېبه

News image
5 سلواغه 1404 - 17:44
کابل ټریبون – د کرېکټ لوبغاړو نړۍوالې ټولنې (International Cricketers’ Association) اعلان کړی چې په راتلونکې میاشتې کې د کرېکټ د شل اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې د بنګله‌دېش غیبت، د دغې لوبې لپاره یوه غمجنه شېبه او په نړۍوال کرېکټ کې د زیاتېدونکو وېشونو ښکارندوی دی.

بنګله‌دېش د امنیتي اندېښنو او له هند سره د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله د هند سفر رد کړ او له سیالۍ څخه وځنډول شو. د دغې لوبډلې ځای اسکاتلنډ ونیوه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د بنګله‌دېش غوښتنه چې لوبې یې سریلانکا ته ولېږدول شي، رد کړه ځکه چې د سیالۍ له پیله (د فبرورۍ ۷مه) ډېر نږدې وخت کې د مهال‌وېش بدلول ناشوني وو.

د کړېکټ لوبغاړو نړۍوالې ټولنې اجرایوي رییس، ټام موفات، ویلي چې د شل اوریزو نړۍوالو مهمو سیالیو څخه د بنګله‌دېش وتل ژور فکر ته اړتیا لري او له کرېکټ مشرانو یې غوښتنه کړې چې د وېش پر ځای د یووالي لپاره هڅې وکړي.

دغې پېښه یو ځل بیا د سوېلي اسیا په کرېکټ کې موجودې تنګونې روښانه کړې؛ لکه د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي لپاره د هیبریدي ماډل کارول او د پاکستان لوبې په سریلانکا کې. شاهید افریدي او محمد یوسف هم ICC په نه جوړجاړي او دوه‌ګوني معیارونو تورن کړی دی.

د لوبغاړو استازو خبرداری ورکړی که‌چېرې دا ستونزې حل نه شي، نو په کرېکټ به باور کمزوری شي او د دې لوبې راتلونکی په خطر کې اچوي.