بېنټ زیاته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه خپل لیدلوری او نور جزئیات خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د رواداري سازمان د موندنو له مخې، د طالبانو د محاکمو جزايي اصولنامه کې شدید مذهبي، جنسيتي او طبقاتي تبعیضونه شته او پر بېلابېلو ټولنیزو ډلو سختدریځه قوانین وضع شوي دي؛ هغه قوانین چې د افغانستان د ډېرو وګړو ژوند نور هم ستونزمن کوي.
له بلې خوا، د طالبانو د سترې محکمې ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې دا سند په بشپړه توګه د اسلامي شریعت له مخې ترتیب شوی دی.
هغه د دغې اصولنامې منتقدین د لوېدیځو قوانینو ملاتړي بللي او نیوکې یې بېبنسټه ګڼلې دي.
طالبانو تر اوسه د محاکمو د جزايي اصولنامې بشپړه محتوا نهده خپره کړې او د طالبانو لوړپوړو چارواکو هم د هغې د دقیقو جزئیاتو روښانه توضیح نهده وړاندې کړې.