Search

د برېټانیا ځانګړی استازی: د نجونو زده‌کړه د افغانستان راتلونکي لپاره حیاتي ده

News image
4 سلواغه 1404 - 21:48
کابل ټریبون – د افغانستان په چارو کې د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډسي ویلي چې د هغه هېواد له هغو افغانانو ملاتړ کوي چې باور لري د نجونو زده‌کړه یوه بنسټیزه اړتیا ده.

هغه د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه)، د زده‌کړې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې برېټانیا له طالبانو غواړي ښځو او نجونو ته د زده‌کړو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

لینډسي ټینګار کړی چې لوستې نجونې نه یوازې د خپل ځان لپاره؛ بلکې د افغانستان د راتلونکي او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره ګټورې دي.

دا په داسې حال کې ده نږدې پنځه کاله کېږي چې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته د طالبانو له خوا د بندیز له امله له دوامداره زده‌کړو محرومې دي.