دغې اداره د شنبې په ورځ(د سلواغې په ۴مه)، د زدهکړو په نړۍوالې ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې زدهکړه د انسان بنسټیز حق دی او اروپايي ټولنه له بېلابېلو نړۍوالو سازمانونو سره په همکارۍ په ټول افغانستان کې د زدهکړو متنوع پروګرامونه پلي کوي ترڅو هېڅ ماشوم له زدهکړو محروم پاتې نشي.
د دغې اعلامیې له مخې، اروپايي ټولنه د «فخر» پروژې له لارې چې د ماشومانو د ساتنې سازمان سره په همکارۍ ترسره کېږي، ۶ مېلیون یورو پانګونه کړې ده ترڅو خوندي، باکیفیته او جنسیتي حساسیت لرونکي زدهکړو ته لاسرسی ښه شي.
دا پروګرام په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته تمرکز لري چې له زدهکړو د محرومېدو تر ټولو زیات خطر ورسره مخ دي؛ لکه له مکتبونو بهر پاتې ماشومان، نجونې او معیوب ماشومان.
اروپايي ټولنې همدارنګه له یونسکو سره په همکارۍ او د ۴٫۷ مېلیون یورو له ځانګړې کولو سره، د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ۷۵۰۰ ځوانانو او لویانو لپاره د سواد او مسلکي مهارتونو د زدهکړې زمینه برابروي.
په اعلامیه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغان زدهکوونکو لپاره د خپلې ژمنې په چوکاټ کې نږدې ۲۰ مېلیون یورو د خوړو نړۍوال پروګرام ته ورکړي دي ترڅو په مکتبونو کې د تغذیې پروګرامونه پلي شي.
سربېره پر دې، اروپايي ټولنې له یونېسف سره د ۲۵ مېلیون یورو په کچه مرسته کوي ترڅو په دولتي ښوونځیو کې د مناسب زدهکړیز چاپېریال ساتنه وشي.
دا ملاتړونه د ښوونکو خوندیتوب، د اوبو، حفظالصحې او روغتیا خدماتو ښه کول او د هغو نظامونو پیاوړي کول پهکې شامل دي چې د ماشومانو د دوامداره زدهکړې تضمین کوي.