Search

طالبانو هرات کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په دُرو وهلي

News image
1 سلواغه 1404 - 22:01
کابل ټریبون - د طالبانو ستره محکمه وايي چې په هرات ولایت کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په هرات ولایت کې د «لواطت او زنا» په تور په دُرو وهل شوي دي.

دا محکمه نن (چهارشنبې، د سلواغې په لومړۍ نېټه)، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدایه محکمې دغه کسان له یو کال او شپږو میاشتو تر دوو کلونو پر تنفیذي بند او له ۲۱ تر ۳۱ دُرو پر وهلو محکوم کړي وو.

د اعلامیې له مخې، دا حکم د سترې محکمې له خوا له تایید وروسته پر تورنو پلی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو تورونو ګڼ شمېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي، هغه کړنه چې تل د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو بنسټونو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.