Search

طالبانو ننګرهار کې د دوو ښځو په ګدون ۱۶ تنه په دُرو وهلي

News image
30 مرغومی 1404 - 17:25
د طالبانو ستره محکمه وايي چې په ننګرهار ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۱۶ تنه د «نامشروع اړیکو، له کوره د تېښتې، د نشه‌يي توکو کارولو، اخیستل او پلورلو او د الکولي څښاک» په تور په دُرو وهل شوي دي.

دغې محکمې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومې په۳۰مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې ننګرهار کې د طالبانو ابتدایه محکمې دغه کسان له ۱۰ تر ۳۹ دُرو پر وهلو محکوم کړي وو او دا حکم د سترې محکمې له تایید وروسته پر تورنو پلی شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مجازات د طالبانو د محاکمو مسوولانو او ځینو خلکو په حضور کې پر تورنو اجرا شوی دی.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر تورن په عام محضر کې په دُرو وهلي دي؛ دغه اقدام تل د بشري حقونو د ادارو له خوا پراخې نیوکې او غبرګونونه له ځانه سره لرلې دي.

طالبانو ننګرهار کې د دوو ښځو په ګدون ۱۶ تنه په دُرو وهلي