کابل ټربیون - د طالبانو ستره محکمه وایي، د کابل ښار د څلورم زون ابتدایه محکمې یو کس د "زنا" په تور ۳۵ درې وهلی او په دوو کلونو تنفیذي بند یې محکوم کړی دی.
دغه حکم د طالبانو د سترې محکمې تر تایید وروسته پلي شوی دی.
طالبان په بېلابېلو تورو محکومو کسانو ته د عامو خلکو په مخکې تعزیري سزاوې ورکوي چې د بشري حقونو د سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غبرګونونه یې راپارولي دي.