Search

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

News image
26 مرغومی 1404 - 16:44

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، سره له دې چې د افغانیو د تبادلې نرخ نسبي ثبات لري، خو د افغانستان د ډېری خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لا هم د تېر کال او د درې کلن منځني حد پرتله لوړې دي.

دې بنسټ د ۲۶ جدی په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د جدی د میاشتې په دویمه اوونۍ کې د اساسي خوراکي توکو ملي منځنۍ بیې کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، خو د پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د دوام له امله د وريژو او خوراکي تېلو بیې لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د پالوي وریجو بیه ۱.۹ سلنه، د شولې وریجو بیه ۴.۲ سلنه او د خوراکي تېلو بیه ۲.۲ سلنه لوړه شوې ده.

د تېر کال په پرتله، د غنمو، اوړو، وريژو، تېلو او مالګې بیې د پام وړ لوړې شوې دي او له غنمو او اوړو پرته، د دغو توکو بیې د درې کلن منځني حد او د ۱۴۰۰ هـ ش کال (۲۰۲۱ میلادي) له کچې هم لوړې ښودل شوې دي.

په مقابل کې، د بوري، لوبیايي حبوباتو او ډوډۍ بیې، سره له وروستي ثبات، لا هم د درې کلن منځني حد نه ټیټې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د جدی په دویمه اوونۍ کې د افغانیو تبادلې نرخ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په ټوله کې ثابت پاتې شوی او د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه سلنه پیاوړی شوی، چې دا چاره تر یوه بریده د وارداتي لګښتونو په مهار کې مرسته کړې ده.

خو د پاکستان سره د سرحدي لارو تړل کېدل د ۱۴۰۴ هـ ش کال د میزان له نیمايي راهیسې لامل شوي، چې د سوداګرۍ کچه لا هم تر عادي حالت ټیټه پاتې شي.

د راپور پر بنسټ، که څه هم افغان سوداګرو له بدیلو لارو او د ایران، هند او د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردات دوامدار ساتلي، خو ژمی او د کورني عرضې محدودیتونو د وارداتو پر اړتیا ډېره تکیه او پر بیو یې سپک خو دوامدار د لوړوالي فشار رامنځته کړی دی.

د سبزیجاتو په برخه کې، یاد بنسټ د بیو له لږ بدلون خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د رومي بانجانو بیه ۳.۵ سلنه لوړه شوې، خو د کچالو او پیازو بیې په ترتیب سره ۲.۱ او ۳.۴ سلنه ټیټې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د ژمي له پرمختګ سره د کار بازار وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

د راپور له مخې، د ورځنیو مزدورانو د کار موندنې کچه په اوونۍ کې ۱.۶ ورځو ته راټیټه شوې او د غیرماهر کارګر ورځنی مزد لا هم په ټیټه کچه، یعنې ۲۹۷ افغانۍ، پاتې دی.

د سون‌توکو په برخه کې، د ډیزلو بیه د میزان میاشتې له شدید لوړوالي وروسته نسبي ثبات ته رسېدلې او یوازې ۱.۱ سلنه اوونیز زیاتوالی یې ښودلی، چې هر لیټر یې ۶۱.۹ افغانۍ ته رسېدلی دی.

خو د ډیزلو بیه د تېر کال پرتله څلور سلنه لوړه او د درې کلن منځني حد پرتله ۱۳ سلنه ټیټه ده.