سترې محکمې په بله جلا اعلامیه کې ویلي چې په پکتیکا ولایت کې پنځه تنه د «اخلاقي فساد، غلا او لواطت» په تورونو له یو کال څخه تر دوه کاله او شپږو میاشتو تنفیذي بند او له ۱۵ تر ۳۵ د دُرو پر وهلو محکوم شوي دي.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په ځلونو تورن په عام محضر کې په دُرو وهلي دي؛ هغه اقدام چې د نړۍوالو سازمانونو له خوا د نړۍوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف بلل شوی دی.