Search

طالبانو د ځینو توکو او مېوو پر وارداتو تعرفې لوړې کړې

News image
18 مرغومی 1404 - 16:39

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د پلاستیکي بوټانو، پتاقۍ، کاغذپران او د ځینو مېوو پر وارداتو تعرفې لوړې شوې دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د ۱۸ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د تعرفې کمېټې د فیصلې پر بنسټ شوې ده.

د اعلامیې له مخې، د پلاستیکي پاپوشو د وارداتو تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې او د پتاقۍ او کاغذپران تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته رسېدلې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت همدارنګه ویلي، چې د درې ډوله مېوو، انګورو، ناک او توت‌زمکې پر وارداتو تعرفه هم ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

تر دې وړاندې، د یادو مېوو موسمي تعرفه ۵۰ سلنه او غیرموسمي تعرفه ۴۰ سلنه وه.

د طالبانو د مالیې وزارت د دغو تعرفو د لوړولو موخه د کورني صنعت او تولیداتو ملاتړ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تر ډېره پر وارداتو متکي هېواد بلل کېږي او د سوداګریزو توکو ډېری برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي.