Search

د امریکا د ولسمشر څرګندونو د تېلو بیه په نړۍوال بازار کې راټیټه کړه

News image
17 مرغومی 1404 - 21:20
کابل ټربیون - د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په۱۷مه) وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو له خوا د وېنزویلا شاوخوا دوه مېلیارد ډالرو په ارزښت خام تېل واردول اعلان شول، بیه یې راټیټه شوه.

رویټرز لیکلي چې وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وېنزویلا د تېلو واردولو په اړه د هوکړې خبر ورکړ چې دا کار کولای شي د نړۍ د تېلو د لویو مصرفوونکو هېواد لپاره عرضه زیاته کړي، د برنټ او ویسټ تګزاس تېلو بیې راټیټې شوې.

د راپور له مخې، د شمال سمندر د برنټ شاخص تېلو بیه له یو سلنې څخه زیاته راټیټه شوه او د امریکا خام تېل هم کم شول؛ ځکه چې سوداګر تمه لري سږ کال نړۍواله عرضه زیاته پاتې شي.

رویټرز لیکلي چې د شمال سمندر د برنټ خام تېلو بیه د چهارشنبې په ورځ د ګرېنویچ په وخت د سهار په ۵:۵۰ د ۶۴ سنټو یا ۱٫۱ سلنې کمښت سره هر بوشکه یې ۶۰ ډالرو او ۶ سنټو ته راټیټه شوه.

دغه خبري اژانس زیاته کړې چې دا هوکړه شونې ده د تېلو د بار وړونکو موټرو بدلون ته اړتیا ولري چې ټاکل شوې وه چین ته ولېږدول شي، وېنزویلا هڅه کوي مېلیونونه بوشکې تېل چې د ډسمبر له میاشتې راهیسې د صادراتو د خنډونو له امله ونه توانېدو ولېږدوي، عرضه کړي.

د دغې هوکړې په رڼا کې نړۍوالو بازارونو ته د تېلو د عرضې احتمالي زیاتوالی د دغو ورځو په راکړه ورکړه کې د بیو د راټیټېدو اصلي لامل ګڼل شوی دی.