دغه خبري اژانس په راپور کې ادعا کړې چې اردستاني «د مجازي فضا له لارې د موساد له خوا جذب شوی» و او په بدل کې یې د پیسو او بېلابېلو ژمنو په مقابل کې دغې ادارې ته کار کاوه. د راپور له مخې، هغه د «ځانګړو ځایونو او اشخاصو» انځورونه او معلومات موساد ته ورکول او د هر مأموریت په پای کې یې خپلې پیسې د ډیجیټل اسعارو په شکل ترلاسه کولې. میزان لیکلي چې اردستاني په محکمه کې ټول تورونه منلي دي.
په راپور کې راغلي: «اردستاني په پلټنو او پوښتنو ګروېږنو کې هېواد ته د خپل خیانت موخه د مېلیون ډالري جایزې او د انګلستان ویزې ترلاسه کول بللي دي.»
ایران له هغو هېوادونو دی چې د اعدام حکم په پراخه کچه پلی کوي؛ هغه اقدام چې تل د بشري حقونو ادارو او نړۍوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.