دا راډیويي پروګرامونه د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو زدهکړې، قرآن کریم، ریاضي او د لوستل او لیکل مهارتونه شامل دي.
د دغې رسنیزې ادارې مسوول د دغه پروګرامونو د پیلېدو موخه د زدهکړو اسانه او کم لګښته لاسرسی برابرول او د خلکو د سواد کچې لوړولو لپاره مرسته ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او د هغوی د زدهکړیز وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.