Search

د طالبانو ویاند: په ۲۰۲۵ کال کې افغانۍ باثباته پاتې شوې

News image
10 مرغومی 1404 - 17:52
کابل ټربیون - د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې افغانۍ باثباته پاتې شوې او د بهرنیو اسعارو په وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په۱۰مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د تورم کچه ټیټه وه او د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو بیې د سیمې د هېوادونو پرتله کمې پاتې شوې دي.

مجاهد د نړۍوال بانک د وروستي راپور په حواله زیاته کړې چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې ۴٫۳ سلنه اقتصادي وده او پرمختګ تجربه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو، بې وزلۍ او د بېکارۍ د کچې له زیاتېدو شکایت کوي او اقتصادي وضعیت د ډېرو لپاره لا هم ستونزمن پاتې دی.