Search

خراب اقتصادي وضعيت؛په کندهار کې جنايي پيښې زياتي شوي.

News image
7 مرغومی 1404 - 14:55 کابل ټریبیون

دلسیزو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او پرله‌پسې کړکېچونو افغانستان داسې هېواد ګرځولی، چې د خلکو اقتصادي بنسټونه پکې له پخوا څخه کمزوري پاتې شوي دي،جګړو نه یوازې زیربناوې ویجاړې کړې، بلکې د کار بازار، سوداګري، کرنه او د خلکو د عاید سرچینې یې هم سختې زیانمنې کړې دي.

 د همدې اوږدې ناخوالې له امله، د افغانستان ډېری کورنۍ له کلونو راهیسې د فقر، بېکارۍ او اقتصادي ناامنۍ تر فشار لاندې ژوند کوي.

خو له هغه وروسته چې په هېواد کې سیاسي بدلون راغی، د خلکو ورځني ژوند ته نوې ستونزې هم ورزیاتې شوې دولتي ادارې کمزورې شوې، ګڼ کارکوونکي له دندو پاتې شول، بانکي نظام له جدي محدودیتونو سره مخ شو او د خلکو پر اقتصادي فعالیتونو پراخي منفي اغيزي پروتي دي.

په دي ورستيو دوه کلونو کې پر افغانستان د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا له‌خوا د بشري او پراختيايي مرستو بندېدل، د عامو خلکو پر ژوند يو بل منفي سيوری غوړولی دی.

د نړيوالو لخوا د افغانستان سره کيدونکي مرستې تر ډېره د بېوزلو کورنيو د ژوند د دوام لپاره يو مهم ملاتړ بلل کيدلي خو دي ورستيو کې دغه مرستې په بي ساري ډول کمي شوي دي.

د نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو له‌خوا د مرستو د کمېدو يو اساسي لامل دا بلل کېږي، چې په افغانستان کې پر موسسو د ښځو د کار بنديز لګېدلی او هغه کړنلارې او اصول چې نړيوال بنسټونه د مرستو د شفافيت او تطبیق لپاره مهم بولي، د طالبانو له‌خوا نه عملي کېږي چې له امله يې ډېری نړيوال سازمانونه خپلې پروژې محدودې يا ځنډنۍ کړي، چې پایله یې نېغ په نېغه د عادي خلکو پر ژوند اغېز کړی دی.

د هېواد په سوېلي ولايت کندهار کې، چې له پخوا د سوداګرۍ، کرنې او بازار له پلوه يو مهم ولايت بلل کېده، اوسېدونکي وايي چې خراب اقتصادي وضعيت د خلکو تر منځ د نااميدۍ، فقر او بېکارۍ کچه لوړه کړې ده.

د هغوی په وينا، کله چې خلک د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو وس نه لري، نو دا حالت په ټولنه کې د جنايي پېښو د زياتېدو لپاره زمينه برابروي.

د کندهار ځايي اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دې وروستيو کې غلاوې ځان وژنې او نورې جنايي پېښې زياتې شوې دي، چې ډېری يې د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ سره تړاو لري.

د کندهار ښار د شهیدانو چوک شاوخوا هر سهار لسګونه ځوانان او د پاخه عمر کسان راټولېږي، په دې هیله چې د ورځې په اوږدو کې به ورته د مزدورۍ کوم کار پیدا شي،خو د ورځې له تېرېدو سره سم، ډېری دغه کسان ناهیلې کېږي او یوازې یو محدود شمېر یې د دې توان پیدا کوي چې د ورځې لپاره په مزدورۍ ولګېږي.

له دغو کسانو څخه یو هم ۳۰ کلن احمدالله دی، چې د لس کسیزې کورنۍ د لګښت مسوولیت پر غاړه لري.

 نوموړی وايي، د پخوا په څېر کارونه نور نه موندل کېږي او ډېری وختونه اړ کېږي چې له سهاره تر ماښامه د کار په تمه پاتې شي، خو پایله یې هېڅ نه وي.

 د هغه په وینا، بېکاري نه یوازې د کور اقتصادي وضعیت خراب کړی، بلکې د کورنۍ پر روحي حالت یې هم منفي اغېز کړی دی.

احمدالله د کابل ټربیون سره په خبرو کې وویل:«پخوا به نادره ورځ وه چې تش لاس کور ته ستنېدم، خو اوس داسې اوونۍ راځي چې څو ورځې پرله‌پسې کار نه پیدا کېږي هر سهار په دي هیله راوځو، خو ماښام له مایوسۍ سره بېرته ستنېږو.»

د شهیدانو چوک ته څېرمه یوازې نالوستي مزدوران نه دي چې د کار په تمه ولاړ وي، بلکې ګڼ لوستي ځوانان هم لیدل کېږي، چې د بېکارۍ له امله اړ شوي د ورځې مزدورۍ ته انتظار وباسي، خو هغوی هم ډېری وخت له تش لاسۍ سره مخ کېږي.

په همدې سیمه کې د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی عبیدالله، چې تېر کال د طالبانو د تنقیص په بهیر کې له دولتي دندې ګوښه شوی، وايي له هغې وروسته یې له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند پیل کړی دی.

د هغه په وینا، کله کله داسې ورځې هم راځي چې خپلې اته کسیزې کورنۍ ته یوازې د یوې وخت خوراک برابرولی شي.

عبیدالله وايي، که ورته د کار هر ډول فرصت برابر شي، حتا د سختې ورځنۍ مزدورۍ کولو ته هم چمتو دی.

هغه زیاتوي:«کله چې له دندې لېرې شوم، ټول ژوند مې واوښتی اوس راته مهمه نه ده چې کار مې څه ډول وي، یوازې دومره غواړم چې د خپلو ماشومانو د نس ډکولو وس ولرم او د بل چا محتاج نه اوسم.»

د کندهار ښار یو شمېر مدني فعالان وايي، په دې ولایت کې روانو اقتصادي ستونزو نه یوازې د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی، بلکې د جنايي جرمونو د زیاتېدو لامل هم ګرځېدلې دي.

 د دوی په وینا، فقر، بېکاري او د عاید نشتون هغه عوامل دي چې خلک له سختو رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کوي او په پایله کې یې د جرمونو کچه لوړېږي.

مدني فعال نصیر احمد ارغند وايي، په دې وروستیو کې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د جنايي پېښو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

 د هغه په وینا، ډېری دا پېښې له اقتصادي ستونزو سره نېغ تړاو لري او ښيي چې د خلکو د ژوند شرایط ورځ تر بلې خرابېږي.

ارغند کابل ټربیون ته وویل:«کله چې یو کس د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو وس له لاسه ورکړي، له سخت رواني فشار سره مخ کېږي بدبختانه دا حالت ځینې خلک داسې مرحلې ته رسوي چې نور د ستونزو د زغملو توان نه لري.»

د نوموړي په خبره، که څه هم د طالبانو حکومت د امنیت د ښه‌والي ادعا کوي، خو په عملي ډګر کې هره ورځ د غلا، زورونې او نورو جنايي پېښو راپورونه اورېدل کېږي، چې ډېری یې د پیسو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.

هغه زیاتوي چې اوسنی اقتصادي سیاست د خلکو د ستونزو په کمولو کې اغېزناک نه دی او لا هم د بېکارۍ او فقر کچه لوړه ده.

:«که د خلکو اقتصادي وضعیت همداسې خراب پاتې شي، د بازارونو پېر او پلور به لا کمزوری شي او له دې سره به جنايي پېښې هم نورې زیاتې شي، چې دا د ټولنې لپاره جدي ګواښ دی.»

په همدې حال کې، ۵۴ کلن حاجي امین‌الله، چې تېر کال یې ځوان زوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و، وايي زوی یې د لوړو زده‌کړو له بشپړېدو وروسته ونه توانېد چې یو ثابته دنده پیدا کړي.
د هغه په وینا، زوی یې څه موده په یو خصوصي ښوونیز مرکز کې په کم معاش دنده ترسره کوله، خو وروسته له هغه ځایه هم ګوښه شو او د اوږدې مودې لپاره بېکاره پاتې شو.

حاجي امین‌الله د کابل ټربیون سره په خبرو کې وویل:«زما زوی ډېر هڅه کوله چې ځان ته د کار کومه لاره پیدا کړي، خو هره دروازه یې چې وټکوله، بنده وه دا حالت پرې ډېر دروند تمام شو او موږ ونه شوای کولی چې پر وخت یې ستونزې درک او حل کړو.»

ګل محمد چې په کندهار کې د دوا پلورو يو تجار دی څو مياشتي مخکي يې زوی د نامعلومه کسانو لخوا اختطاف شوي وه چې وروسته يې د ۳۰۰ زره افغانيو په بدل کې خوشي کړی.

هغه وايي اوسني حالت په کندهار کې ټول تجاران سخته انديښمن کړي دي او ټول چاپیريال بي ثباته دی.

دی زياتوي چې زوی يې غلو اختطاف کړی او ددي لپاره چې هغه ته زيان ونه رسيږي په خوندي ټول يې د زوی د خوشي کولو په بدل کې د اختطاف کوونکو غوښتني ومنلي او هغوي ته يې پیسې ورکړي.

هغه زياتوي:«ټول چاپیريال بي ثباته شوي دی فزيکي امنيت شته خو که اصلي حالت ته وګورو هيڅ نشته ځکه ټول تجاران په ويره کې دي هيڅ شی يې خوندي نه دی.»

د کابل ټربیون همکار په کندهار ولايت کې د يو داسي کس هم خبرې کړی چې څومياشتي د غلا په تور بندي وه.

د هغه چې په دي راپور کې موږ نوم عصمت الله«مستعار»معريفي کړی وايي چې دکورنيو اقتصادي ستونزې ددي لامل ګرځي چې هره ډول ناوړه کړنې ته يو څوک وهڅوي.

دی زياتوي که د طالبانو حکومت هغه ته د کار زمينه برابره کړي هيڅکله به بیا د غلا کولو جرآت هم ونه کړي.

هغه وويل:«زه د غلا په تور ونيول شوه او سزا راته راکول شوه وروسته بيرته خوشي شومه اوس هم ډيرې اقتصادي ستونزې لرمه که دولت ماته د کار زمينه برابره کړي زه به هيڅ کله ناوړه عمل ونه کړمه.»

خو د کندهار ولايت مقام مسولين وايي چې دامهال په ياد ولايت کې ګڼې د بیارغوني پروژي يې روانې کړي چې په سلګونه کسانو ته پکښي د کار زمينه برابره ده.

د کندهار ور اخوا په نږدي ټول هېواد کې خلک د بیروزګارۍ د زياتيدو څخ شکايتونه کوي.