دغه نهاد د شنبې په ورځ (د مرغومې په۶مه) په خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې په پارلمانونو کې د ښځو د شتون زیاتوالی د ډیموکراسۍ پیاوړتیا او د پرېکړو د لا جامع کېدو معنا لري.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د یوې ښې نړۍ د جوړولو لپاره ښځې باید په پرېکړهکوونکو میزونو کې زیات شتون ولري او هېوادونه باید د ښځو د سیاسي ګډون د مخنیوي خنډونه لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښځې او نجونې حتی له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زدهکړې او کار څخه محرومې دي.
وروسته له دې چې طالبان بیا واکمن شول، افغان ښځې له زدهکړیزو، اقتصادي، کلتوري، ورزشي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو څخه منع شوې دي.