Search

رواداري: طالبان د اسماعيلیه‌وو حقوق د هغوی د مذهبي هویت له امله نقض کړي

News image
2 مرغومی 1404 - 20:03
کابل ټربيون – د رواداري بنسټ په خپل تازه څېړنيز راپور کې وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د شیعه اسماعیلیه پيروان د خپلو دیني باورونو له امله له خپلو بنسټيزو حقونو محروم کړي دي.
دا راپور د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومې په۲مه) خپور شوی او ښيي چې دا محدودیتونه نه يوازې په سیاسي او ټولنيز ګډون پورې تړاو لري؛ بلکې د مساوي دندو فرصتونو ته لاسرسی، ډله‌یيز فعالیتونه او حتی د ټولنيزو بنسټونو جوړول هم رانغاړي.

د رواداري نهاد په وینا، د طالبانو له بيا واکمنۍ سره سم د اسماعيلیه‌وو مذهبي ازادي او د خپلو دیني مناسکو د علني ترسره کولو امکان په سختۍ سره محدود شوی دی.

راپور ښيي چې ځورونه، ژبنۍ تبعیض، کرکه خپرول، تکفیري نسبتونه او ګواښونه هغه مهم عوامل دي چې دا محدودیتونه یې لا پسې شدید کړي دي.

ډېریو اسماعيليه‌وو د سپکاوي او ګواښونو له وېرې خپل پېژاند او مذهبي باور پټ کړی او د خپل دیني هویت د پټولو تجربه یې کړې ده.

د رواداري بنسټ ټینګار کړی چې د دغې ټولنې پر وړاندې کرکه خپرول او منفي تبلیغات، په ځانګړې توګه د طالبانو د مامورینو، تندلاري روحانيانو او له هغوی سره تړلو امامانو له خوا، په تېرو څلورو کلونو کې په ډراماتیکه توګه زیات شوي دي.

راپور همدارنګه خبرداری ورکوي چې طالبانو په ګواښونو، شکنجې او فشارونو سره هڅه کړې چې اسماعيليان د مذهب بدلولو او د دوديزې شیعه مذهب منلو ته اړ کړي. دا کړنې د دوی رواني ناامني، وېره او ټولنيزه انزوا زیات کړې ده.