کابل ټربیون - د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په پای لوبه کې هند ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
د اسیا جام سیالیو پای لوبه د افغانستان دا لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې پاکستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې هند ته د ۳۴۸ منډو هدف وټاکه چې سمیر منهیس ۱۷۲ او حسین ۵۶ منډې جوړې کړې.
د هند ټول لوبغاړي د لوېې په ۲۷م اور وسوځېدل او یوازې ۱۵۶ منډې یې جوړې کړې چې له هدف څخه شاته پاتې شول.
دا ټورنمنټ چې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، د روانې میاشتې له ۱۲مې نېټې پیل شوی و، اته لوبډلو پهکې د اتلولۍ لپاره سیالي کوله.