Search

لغمان کې د څه باندې ۲۱ مېلیون افغانیو په ارزښت سوداګریز مرکز جوړېږي

News image
26 لیندۍ 1404 - 23:44
په لغمان کې د طالبانو ولایت مقام وایي، د یاد ولایت په «قرغیو» ولسوالۍ کې د ۲۱٫۵ میلیون افغانیو په ارزښت د یو عصري سوداګريز او استوګنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر نن (چهار شنبې، د لیندۍ په ۲۴مه) په خبرپاڼه کې ویلي، چې دا عصري سوداګریز او استوګنیز مرکز په «سرخکانو» ښارګوټي کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه جوړېږي.

په خبرپاڼه کې د قرغیو ولسوالۍ ښاروال، خالد شریفي له قوله راغلي چې دا درې پوړیز سوداګریز مرکز به د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د یو کال په موده کې جوړ شي.

د نوموړي په وینا چې دا پروژه به سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت زمینه برابره کړي او د سیمې اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.