Search

کندهار کې د ۱۸ میلیونه افغانیو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

News image
26 لیندۍ 1404 - 15:26 حمیم حلیم

کندهار ښاروالي وايي، په ښار کې د ۱۳مې او لومړۍ ناحیې ترمنځ یو ۶۵۰ متري او ۱۱ متري پراخوالي سړک د ۱۸ میلیونه افغانۍ په لګښت د درو میاشتو په موده کې جوړ شوی او پرون سه شنبه ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

ښاروالۍ زیاته کړې، چې د سړک په جوړولو کې شاوخوا ۸۰ کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده او د سړک له بشپړېدو سره د فرقې سیمه د میرویس سیمه ییز روغتون له عمومي سړک سره نښلول شوې ده.