دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۹مه) چې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت، زیاته کړې چې له څلورو کلونو راهیسې افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
یونېسف ټینګار کړی چې د نجونو او ښځو لپاره زدهګړو ته مساوي لاسرسی، نه یوازې د دوی بشري حقونه خوندي کوي؛ بلکې د دوامدارې پراختیا، د ټولنې روغتیا او د ښځو په ټولو برخو کې د واکمنېدو لامل هم کېږي.