هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۲ ټنه زعفران په ۳۰ مېلیونو او ۳۵ زره ډالرو نړۍوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلوېزیون د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۸مه) راپور ورکړی چې اروپا، امریکا، عربي هېوادونه او د ختیځې او سوېلي اسیا هېوادونه د افغانستان د زعفرانو اصلي واردوونکي دي.
په راپور کې راغلي چې سږ کال د هرات د زعفرانو حاصلات شاوخوا ۴۰ ټنه اټکل شوي او د صادراتو بهیر لا هم دوام لري.
زعفران د افغانستان له مهمو او قیمتي محصولاتو څخه دي چې د لوړ کیفیت، ځانګړي رنګ او بوی له امله په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی مقام لري او هرات د هېواد تر ټولو لوی زعفران تولیدوونکی ولایت دی.