د ملګرو ملتونو د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، په قطر کې د خپلې پنځه ورځنۍ دورې په پای کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت "ډېر اندېښمن کوونکی" پاتې دی.
هغه په ایکس (ټویټر) کې لیکلي چې د قطر له چارواکو، افغان فعالانو، زدهکوونکو او بشري مرستندویه ادارو سره یې د پراخو اندېښنو په اړه خبرې کړې او د قطر د دوامداره مرستو او هڅو مننه کړې او د ښوونې، روغتیا، ژوند او سولې په برخه کې یې د قطر هڅې ستایلې دي.
بېنټ په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په اصولي ډول تعامل ته دوام ورکړي او د ښځو، د تېرو سرغړونو قربانیانو او لږکیو حقونه خوندي کړي. هغه د ښځو او نجونو د زدهکړې، کار او روغتیايي خدمتونو محدودیتونه جدي وبلل او د دې هېواد د ماشومانو او عامو خلکو د ژوند په اړه یې د راپورونو له مخې اندېښنه څرګنده کړه.
د راپور ورکوونکي په خبره، په خوست کې د یوې عامې اعدام پېښه، چې ماشوم یې د قرباني د کورنۍ غړي پر بندیان ډزې کړې، "ظالمانه، غیرانساني او توهین آمیزه" وه، او ټینګار یې وکړ چې هیڅ ماشوم باید د اعدام لپاره ونه کارول شي.
بېنټ همدارنګه د افغانستان د راستنېدونکو او کډوالو د خوندیتوب د خرابېدو یادونه وکړه او د نړیوالې ټولنې غږ یې پورته کړ چې افغانان په خطر کې یوازې پاتې نه کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ښځې، لږکي، پخواني دولتي کارکوونکي، فعالان او د جنسي او جنسیتي توپیر لرونکي کسان دي.
هغه پای کې ویلي چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت "بې له شکه د نړیوالې ټولنې جدي او دوامداره توجه" ته اړتیا لري او د هغو افغانانو هڅې یې وستایلې چې د ستونزمن وضعیت سره سره د کرامت او حقونو د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي.