د طالبانو د فواید عامه وزارت ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵۳ زره ۳۹۳ متریک ټنه مال د افغانستان له اورګاډي له لارې انتقال شوی دی.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې مالونو په منځ کې تېل، غیر تېلي توکي او نورې اجناس شاملې دي، چې د حیرتان، آقینه، تور غټډۍ بندرونو او د خواف–هرات اورګاډي کرښې له لارې وارد او صادر شوي دي.
د راپور له مخې، د بندرونو او کرښو له لارې انتقال شوي مالونه داسې ویشل شوي دي: د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸ زره ۷۲۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰ زره ۴۲۱ ټنه، د تورغندي بندر له لارې ۱۹ زره ۸۶۷ ټنه، او د خواف–هرات کرښې له لارې ۱۴ زره ۳۸۳ ټنه مال انتقال شوی دی.
د طالبانو د فواید عامه وزارت څرګنده کړې چې د اورګاډي له لارې د وارداتو او صادراتو زیاتوالی په هېواد کې د دندې فرصتونه، ملي عواید، اقتصادي ثبات او د ځان بسیاینې زمینه پیاوړې کوي.