د کندهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې یې ۲۴ هغه کسان نیولي چې غوښتل یې ۶۸ تنه په غیرقانوني ډول بېلابېلو هېوادونو ته قاچاق کړي.
یادې قوماندانۍ څرګنده کړې چې نیول
شوي کسان وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د چارواکو په وینا، په قاچاق
کېدونکو کسانو کې کم عمره ماشومان هم شامل وو.
سرچینې زیاتوي چې په وروستیو کې د بېروزګارۍ د زیاتېدو له امله بهرنیو
هېوادونو ته د افغانانو د قاچاقي تګ کچه لوړه شوې ده.