دغه بنسټ ټینګار کړی چې په ټولنه کې د ښځو شتون د قوت او پرمختګ سرچینه ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او ښځې هم په ډېرو دولتي او خصوصي ادارو کې د کار اجازه نهلري.
له دې سره سره، د ښځو پر سیاسي، اقتصادي، هنري، ورزشي او ټولنیزو فعالیتونو هم پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.