Search

ملګري ملتونه: ښځې له وېرې پرته د ازادو ګرځېدو حق لري

News image
6 لیندۍ 1404 - 18:48
کابل ټربیون ـ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي چې له وېرې پرته تګ راتګ د هرې ښځې اساسي حق دی او باید ورته د امتیاز په سترګه ونه کتل شي.

یوناما نن (پنجشنبې، د لیندۍ په ۶ مه) د خپلې فېسبوک پاڼې په یوه پیغام کې لیکلي: «د یوې ښځې لار باید د کور په دروازه کې پای ته ونه رسېږي.»

دغې ادارې ټینګار کړی چې ښځې باید وکړای شي په ټولنه کې په ازاده، امنیت او له وېرې پرته شتون ولري.

د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو، کار، ورزشي، هنري، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي فعالیتونو بې برخې شوې دي.

له بلې خوا، طالبانو د ښځو، په ځانګړې توګه ځوانو ښځو، لرې واټن سفرونه او له هېواده بهر تګ له نارینه محرم پرته منع کړي دي.