Search

طالبان: د هېواد د تولیدي کارخونو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی

News image
3 لیندۍ 1404 - 19:49
کابل ټربیون ـ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد د تولیدي کارخونو شمېر له درې نیم زرو څخه شپږ زرو واحدونو ته لوړ شوی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په۳مه) په کابل کې د وچې مېوې د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د زیربناوو په بیا رغونه کې «چټک پرمختګ» کړی او د بې‌کيفيته توکو له واردولو یې «په بشپړه توګه» مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي وګړو په تېرو څلورو کلونو کې څو ځله د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له زیاتېدو شکایت کړی دی.

د نړۍوالو ادارو راپورونه هم ښيي چې د پخواني نظام له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه د پام وړ لوړه شوې او مېلیونونه خلک د خوړو له ناامنۍ او د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.