Search

میدان وردګ کې د ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۴ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

News image
30 لړم 1404 - 15:05 حمیم حلیم

په میدان وردګو کې  طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، په جغتو ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۴ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي. یادې پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د «اکټېډ» مؤسسې له لوري په ۱۱۵ کلیو کې عملي شوې دي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عصمت ‌الله کرامت وویل، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، لویو پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي.

 د هغه په وینا، د کار په بهیر کې زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو سره یې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.