ههنګاو لیکلي چې ایران دا دوه افغانان د “نشه یي توکو” اړوندو جرمونو او “قصدي وژنو” په تور محکوم کړي وو.
دغه افغان بندیان د ایران د خراسان شمالي ولایت په اسفراین زندان کې اعدام شوي خو تر اوسه یې د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
شپږ نور ایراني بندیان بیا د دغه هېواد په بیرجند، بجنورد، دورود، ملایر او شیراز زندانونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.
ایران کې په دې وروستیو کې د اعدام کچه زیاته شوې چې د بشري حقونو د سازمانونو پراخې اندېښنې یې را پارولې دي.