Search

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

News image
noDate

کابل ټربیون – د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیايي شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې په خپل لومړی لوبه د هانګ کانګ پر وړاندې بریا خپله کړه او خپله لومړۍ بریا یې ولمانځله.


دغه لوبه پرون شپه (سې شنبه، د وږي ۱۸مه) په اماراتو کې ترسره شوه، چې د افغان لوبغاړو د ځلاندې لوبې شاهده وه.


لومړی افغانستان د لوبې پیل وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۸۹ منډې د هدف په توګه وټاکلې.


د هانګ کانګ کرکټ لوبډله په داسې حال کې چې ۹ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو، ونه توانېده ټاکلي هدف ته ورسېږي او په پای کې یې لوبه د ۹۴ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.