Search

ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصاد د زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی

News image
noDate

کابل ټربیون- د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو اې پي) وايي چې د افغانستان اقتصاد له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی او انفلاسیون یا ګراني لوړه شوې ده. 

د دې ادارې په میاشتني راپور کې راغلي چې د سوداګرۍ کسر پراخ شوی او میلیونونه کورنۍ لاهم له فقر، بېکارۍ او د خوړو له ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جولای په میاشت کې د انفلاسیون کچه ۲،۲ سلنې ته ورسېده، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې منفي ۱۰،۲ سلنه وه.

د راپور له مخې د خوړو بیې ۰،۲ سلنه لوړې شوې؛ غوړي، مېوې، غلې دانې، لبنیات او غوښه ګرانه شوې، خو سبزيجات او بوره ارزانه شوي دي. 

د غیرې خوراکي توکو انفلاسیون ۳،۹ سلنې ته رسېدلی چې ډېره برخه یې د استوګنې د لګښتونو د ۱۳،۴ سلنه زیاتوالي له امله وه.

سره له دې چې عمومي انفلاسیون لا هم نسبتاً ټیټ دی، خو دغه اداره خبرداری ورکوي چې د ژوند د لګښتونو زیاتوالی پر هغو ټیټ عاید لرونکو کورنیو سخت فشار راولي چې په ژور فقر کې ژوند کوي.

راپور زیاتوي چې د سوداګرۍ فشارونه هم ډېر شوي دي. 

د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د افغانستان سوداګریزه کسر شاوخوا ۴۸ سلنه لوړ شوی، ځکه واردات زیات شوي او صادرات راکم شوې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانۍ  کرنسۍ پیاوړتیا واردات ارزانه کړي، خو د هېواد د صادراتو سیالۍ یې کمه کړې. 

سیمه‌ییزې ترینګلتیاوې او ناپایدارې سوداګریزې لارې د عرضې ځنځیرونه ګډوډ کړي او د کډوالو ستنېدنه د اقلیمي شاکونو لکه وچکالۍ، سېلابونو او زلزلو سره یوځای د بازارونو او د خوړو سیستمونه لا زیات تر فشار لاندې راوستي.

راپور وايي چې د خوړو او تېلو بازارونه په اګست کې بېلابېل حالتونه لرل. 

د خوړو ملي اوسط بیې د جولای په پرتله لږ څه راکمې شوې چې لوی دلیل یې د سبزیجاتو موسمي حاصلات وو.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د غیر ماهرو کارګرانو مزدورۍ هماغسې پاتې شوې، خو د تېر کال په پرتله کمې شوې دي چې د هغوی د پېرلو توان یې محدود کړی او د کورنیو د زغملو کچه یې د ۲۰۲۴ له کچې ښکته ساتلې ده.

راپور دا هم خبرداری ورکړی چې دوامدار فقر، بېکاري او تکراري اقلیمي شاکونه د اقتصادي رغېدو راتلونکی محدودوي.

په همدې حال کې نړیوالې ټولنې د طالبانو د دوحې د تړون پر نه عملي کولو – په ځانګړي ډول د (ټي ټي پي)او القاعده په څېر ډلو شتون او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو نه رعایت – له امله خپلې مرستې له افغانستان سره پرې کړې دي.